Tuesday, 2024-04-16, 1:29 AM
SITE LOGO
Main | File Catalogue | Registration | Login
Section categories
My files [1]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » Files » My files

سیاسی لندۍ لمړی ماسبقه
2007-06-20, 1:09 PM
رباني ته:
خدای دې دوزخ ته ور خطا کړه چې شیطاني لنګۍ دې ړنګه بنګه شینه
طالبان ولاړل ډلې ډلې د ملا عمر ډله ورستۍ ده ورک به شینه

!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
کرزي او اندوالانوته يي ;
افغانه ياره دينداري دي ډيره وکړه
اوس ديمکراسي شوه کونه لوڅه کړه مينه

@@@@@@@@@@

کرزی صیب ته:
کرزیه بس ټلواله پریږده
تا د ملت خونخوار ته ورکړه لقبونه
امریکا ته:
که دې لاس و نه نیو جابره
د روس په څیر دې زه ټوټې ټوټې وینمه
طالبانو ته:
د خدای لپاره وژل بس کړئ
د پاکستان په نقشه مه ږدی قدمونه
د خپل افغان ملت زامن شئ
دا القایده مو د دوزخ لوري ته وړینه

@@@@@@@@@@@@@@@@

طالبانو ته

د پاکستان لښکري راغلي
ملا يي تړلي ده وطن به ورانوينه


په پاکستان کي پنجابيان وي
افغانستان ته چي راځي طالبان شينه

لیکوال:اشفاق
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲

تا ښوونځۍ وسوې ظالمه
افغان ولس دې لاس تر زنې کړ بې دینه
وطن به بیا د علم کور سي
خدای به خپله پنجابیان و شرموینه
د خدای قرآن ته سپکاوی کړي
په هر مکتب کې په سلګونو سوزوینه
د آی ایس آی په لومو بندو
وحشي عرب مو د تورتم تیارو ته وړینه
د اکوړې په دال مینو
پاکستان کله د اسلام په لاره ځینه
سینماګانو ته یې پام کړئ
چې لوڅ لغړ فلمونه شپه ورځ چلوینه
ستا امارت یې وو جوړ کړی
تا به همیش پرې د ښه دوست کول خیالونه
ستا امارت یې در ټوټې کړ
تا ته یې راوستل د غرب بې شمیر فوځونه

لیکوال:ستوری

@@@@@@@@@@@@@@2

ملګرو!
زه خو اديب نيم خو توکل په خدای ، خپل ګوډ خر په دې مسابقه کې در سره زغله ومه او خدای دې وکړي چې خوښ مو شي ٠

طالبه کله به ملا شې
د isi په تور دې زه رنځوره کړمه


دغلو دې کور ګډ شي خاونده
دوی خپله غلا کړي مخ دنورو توره وينه

په غوڼډۍ ناست رشوت خوړلی
دخوار طالب په نوم خپل عيب پټه وينه

د cia په کور کې لوی شوې
اوس راته راغلې خپل هيواد اباده وېنه

ظالمه څومره ګناه ګار يې
ځان خو د خرڅ کړ اوس هيواد هم خر څه وېنه

دځان خرڅ کړي دې کور ګډ شي
سترګې يې ټيټې د تاجک مذدوري کړينه

د جاسوسي په کرسۍ ناسته
چپن دې لرې که زما واخله عرضونه

د مداريانو ډله راغله
دکرزي ګل ډله روستۍ ده را بشينه

چې دخپل قوم محبت نکړې
په اوزبکي چپن دې اور ولګومه

مرګ ته مې مه راځه غداره
دغلامي په طوق دې مړ شرمنده کړمه

لونګۍ دې پرېښوده خائن شوې
قره قلي دې دپرديو وياړ کوينه

که دې له لاسه نور څه نشي
اواز دې دجګ کړه چې ملت پرې خبر شينه


پتنګ لمسی د خوشال خان دی
دپښتون قوم ته خپله وينه ور کوينه

زما ژوندون پښتنولۍ ده
تر څو به سر پرې ورکوم چې ژوندی يمه


دپښتنولي په مينه پتنګ

@@@@@@@@@@@@@@@@@@@

فضل الرحمانه خېټوره
ځانله ډالرې خوښوې مونږ له جنګونه

سيافه لاړې دوزخي شوې
په دې دنيا دې حورې واخيستې مئينه

اسامه خداى دې په لاس راکه
دا افغانان به په تا سر وچورلوينه

د مشرف دي دوه مخونه
په يو ملا خوري په بل غرب دوکه کوينه

امريکايان که طالبان دي
دواړه ياران دي نور يې مه کوئ غمونه

لیکوال:Ajab
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬

داهم در واخلي

طالبان ډلي ډلي راغلل
اوس به انګريز په ټټر ولي ورك بي كړينه
وطن ته ډير مشران راغلي
ملا عمر غوندي رانغي څه به كړمه
امريكايان كه انګريزان دي
دوي د وطن دشمنان د ي ورك به يي كړينه
طالب ته مه وايه چي ورك شي
طالب وطن ازاد وي ځان مړ كوينه
سيافه ورك شي خداي د مړ كړه
چي درنه خلاص شي دوطن مظلوم ولسونه
كرزيه دا ته مي اميد و
خبره نه وم چي انګريز دي بادار ديه
كرزيه دا ته مي اميد و
چي وخت دي راغي په پردو دي خرڅه كړمه
تبي را واخلي مخ مي تور كړي
ما په كرزي باور كاوه خرڅه يي كړمه
طالبه دومره درته وايم
چي مدرسي مه ورانوه بدنام به شينه
عالمه ولي مو بد نام كړم
زه د جانان په غيږ چا ليدلي يمه
رباني غبرګ زامن دي مړه شه
چي يو ښخيږي بل سلګي درته وهينه

دومره بس ده
والسلام
أبو عمر الأفغ

٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬

ملاعمره ګوډ شيطانه
د مشرف په کور کي ناست وي کړي جنګونه

په پښو ګوډ په سترګو ړوند دي
په غوږو کوڼ دي خداي دي دا وشرموينه

هيواد يي ورانه کنډواله کړو
دا د پنجاب نه په يرغل راغلي دينه

ملا عمره که افغان يي
د پنجابي په غيږ کي مه وهه ټوپونه

دا جهاديان که ملايان دي
غله دي ډاکوان دي هسي مونږه شرموينه

د اسلام نوم يي ښه بدنام کړ
دا طالبان خو دي د سپو د خوراک شينه

مجددي که حکمتيار دي
هسي لنګ مار دي افغانان تباه کوينه

اشفاق

٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬

جنګي طالب د خدای دښمن دی
مومنان کله داسې چارې کړي مینه
ملا عمره خدای دې خوار کړه
که جنت غواړې نو ډګر ته شه ډارنه
دا بې خبره ناپوهان دي
چې د پنجاب په کومانده ځان مړ کوینه

٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬

کرزی د اصله پنشیری دی
پښتانه هسې پرې د ناز غوټې کوینه
کرزی چې هره پلا را وزی
شمالي وال ته دوه لاسي سلام کوینه
چې یوه خبره په پښتو کړي
ورسره سل خو په پاړسي حتما کوینه
کرزي تباه کړه زموږ ژبه
شاوخوا ګوري لعنتي مصلحتونه
چې یو وار ارګ ته ور نږدې شي
پښتو ترې کډه په پاړسي سر ورکوینه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 
Category: My files | Added by: ghazal
Views: 494 | Downloads: 0 | Rating: 0.0/0
Total comments: 0
Name *:
Email *:
Code *:
Search
Site friends
  • Create a free website