Tuesday, 2024-04-23, 10:01 AM
SITE LOGO
Main | | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » 2007 » June » 16 » جنازې خبرتيا
10:55 AM
جنازې خبرتيا

د ارواښاد سيدا ګل غريبيار کامه وال د جنازې خبرتيا


 


ټولنيز فرهنگي شخصيت سيداگل غريبيار کامه وال د زړه د ناروغۍ په لامل تېره شپه مړشوى ،نن 9 بجې دجون په 16 يې د جلالکوټ په سپين جو مات کښې د جنازې لمونځ ادا  او پخپلې پلرنۍ اديره کښې خاورو ته سپارل کيږي.
انالله وانا الله راجعون
ارواښادسيداگل غربيار  په 1322 ل کال د کامې په غازي کلي کښې زيږېدلى او د ننگرهارپه مرکز جلالکوټ کښې وفات شوىدى.
ارواښاد دکابل د عالي دارالمعلمين فارغ و، د ښوونکي ،سرښوونکي او د پوهنې د وزارت د پلان د مديريت دندې يې تر سره کړي دي .
 په 1357 ل کال د څرخي پله په زندان کښې بندي شو او له 1359 ل کال څخه په امريکا کښې اوسيدلى دى.
ارواښاد په خپلوادبي اوفر هنگي هلو ځلو کې زړور پاتې شوى  او لاندې آثار يې چاپ شوي دي :
1 _ولسي مر غلرې لومړى چاپ
2_ د څرخي پله له زندانه د راکي تر غرونو
3_ دوطن دمينې کچکول (ملنگ جان شعرونه )، چې دوه ځله چاپ شو ى
4_ ستر پښتون محمدگل خان مومند بابا ،چې دوه ځله چاپ شوى دى
5_ پښتو لنډۍ لومړى چاپ
6_ ولسي مرغلرې دوه يم چاپ
 پاک خداى دې وبخښي


د ساپي د پښتو څيړنې او پراختيا مرکز د خواخوږۍ پيغام


دنامتو فرهنگي  شخصيت ارواښاد سيداگل غريبيار  پر مړينه دساپي دپښتو څېړنواو پراختيامرکز دخواشينۍ پيغام .
په ډېرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې نامتو فرهنگي شخصيت سيد اگل غريبيار په جلال آبا د کښې په ناڅاپي توګه له دې نړۍ کوچېدلى دساپي دپښتو څېړنو او پراختيامرکز مشرتابه دارواښاد سيداگل غريبيار مړينه دپښتو ادب اوفرهنګ لپاره ستر تاوان گڼي اودنوموړي کورنۍ سره په دې لوى غم کښې ځان شريک بولي ،الله دى دنوموړي کورنۍ ته جميل صبر او ارواښاد ته دې دفردوس جنت ورپه برخه کړي .
اروا يې ښاده

Views: 835 | Added by: ghazal | Rating: 0.0/0
Total comments: 0
Name *:
Email *:
Code *:
Search
Calendar
«  June 2007  »
SuMoTuWeThFrSa
     12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
Entries archive
Site friends
  • Create a free website