Sunday, 2017-10-22, 10:02 PM
SITE LOGO
Main | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » 2007 » June » 18 » لنډه کيسه ( اُف ) : لونګ
4:28 AM
لنډه کيسه ( اُف ) : لونګ
 

لنډه کيسه ( اُف ) : لونګ
په هيواد کې د دومره ډيرو اوښتونو سره سره زه په خپله چوکۍ په همغه بست پاتي شوم .د نور کله په څير مې نن هم د دفتر کارونه د  خلاصون لپاره د ځان سره يوړل . څه دوسيې  د قوماندانۍ لخوا را ليږل شويوي ،تر سبا دکاري ورځې  تر پای بايد زمونږ د ادارې لخوا يې کارونه بشپړ شي .
دريمه دوسيه د يوې کونډې ګلانې وه چې په خپل ځوی خانګل يې د خپل ميړه  زمري د وژل کيدو دعوه وه .
د دوسيي له لوستلو وروسته مې فکر ډير کلونه شاته ولاړ .




 دا هغه وخت و چې ددې رنګه پيښو به ډيره په بيړه پوښتنه ، او هم به پرې په بيړه پرېکړه کيده . 
ما د شعبې له  نورو مامورينو خدای په امانې را اخيسته چې  تلوسه  ترور په يو بدحالت کې را ننوته .
 د خپل خاوند د و ژنې تور يې په خپل ځوی زمري لګولی و او عريضه هم پرې کړی وه .
تلوسې ترور بې له خاونده  بل څوک نه در لودل دا يو ځوی يې و چې ده هم ورته ميړه وژلی و .
د تلوسې ترور په سترګو کې اوښکې او په خوله کې خپل ځوی ته ښيرې پنډې وي .
د تلوسې ترور هغو ښيرو چې خپل ځوی ته کولې غونی زيږولو .
ــ زمريه! الله دې د خپلو بچو د لاسه و دردوه .
ــ زمريه! د خپلو بچو د لاسه همدغسې ټوک ټوک شي لکه څنګه چې تا خپل پلار ټوک ټوک کړی .
د تلوسې ترور هرې ښيرې  ويښتان نيغول ، او داسې بريښيده چې هره ښيره يې لګيږي .
د مظلوم او د خدای تر منځ ريښتيا هم چې پرده نه وي ، د مظلوم غږ خدای پخپله اوري .  زمري ته هم دا نه وه معلومه او يا چا ورته نه و ور ښودلي يا يې نه و زده کړې چې د مور او پلار تر پښو لاندې جنت دی .
 دا يې هم د کوم ملا له خولې نه و اوريدلې چې خدای وايې چې :   تاسو د خپل مور او پلار سره نيکې وکړئ، تاسو خپل مور او پلار ته د اوف ( اُف ) په اندازه هم مه وايې ، هر وخت مور او پلار ته خوږې خوږې خبرې وکړی . هلال او زمري به دا نه و اوريدلي  چې وايې خدای ډير زر انتقام اخيستونکی دی .
زه هم  قوماندان دهغوی کلي ته د مجرم او د جرم د معلومولو لپاره بوتلم .
د کلي  جامع جومات سره د جمعه ګل مړی پروت  و او د کلي خلک ترې را غونډ وو .
د څه نخښو او د اولسي خلکو په مرسته څرګنده شوه چې د د جمعه ګل قاتل د هغه ځوی زمری دی .
د کلي يو شپون چې د جمعه ګل او د زمري معرکه يې چې ليدلې وه داسې بيان کړه :
په پورې دوه سرکې کې د موټر نه دوه کسان را کښيوتل ،  ما يې غږ نه اوريد خو د لاسونو ښوريدلو يې دا راته وښوده چې په څه شي سره دعوه لري ، په روانه دعوه کې به سپن ږيري يو نيم ګوزار هم د خپلې د  امسا پرې کولو، په دعوه دعوه کې دواړه يوې شيلې ته رانه  پناه شول ، د څه ځنډ نه وروسته زما ميږې  د هغې شيلې په لورې و لاړې  ، هلته د رسيدو سره ميږې و ترهيدلې، ګورم چې جمعه ګل په خپلو وينو کې لت پت  پروت دی . پر سر او د بدن په نورو برخو يې ډير بې رحمه ګوزارونه خوړلي وو  .
قوماندان امنيه هم وويل هو!  پرون جمعه ګل او زمری قوماندانۍ ته راغلي وو .
د  جمعه ګل بزګر هم  په پټي کې په وينو لړلې د زمري جامې موندلې وې ، چې هغه هم پرې ثبوت و .
زمري  په وينو لړلې جامې د کروندې په يوه برخه کې ايښې وي او نور د کلي د يو سپين لمنې مخور هلال په کور کې پټ شوی و ، د شپې نا وخته يې بيا د خپلو زلميو زامنو په مرسته له کلي ايستلی و .
د ځينيو کليوالو له خولې داسې هم خبرې کيدې چې زمري ته د خپل پلار د وژلو مشوره هم  هلال ور کړې وه .
د تلوسې ترور ښيرو کار کړی و ، څو شپې ورځې وروسته د  کلي د همدې مخور د خپلو اوښيانو د ځمکې پر سر د باز د کورنۍ سره لانجه راغله ، د خولې خبرې يې سره دومره تودې شوې چې سره لا په لاس شو . د سوک څپيړو وهلو کې د د باز ورور اکبر د سليم سينې ته چاقو ور واچولو .
سليم له تنې نه قوي و خو چاقو يې د ځيګر پردې څيرې کړې وې . لږه شيبه وروسته يې توان له لاسه ور کړ . د اوبو غوښتنه يې وکړه تر څو ورته د ماما زامنو اوبه را رسولي ، ده ساه ور کړې وه .
د سليم د مرګ راپور هم هغه وخت را ورسيد ، قاتل ونيول شو ، او ور سره هغه کسان چې د هلال په عريضه کې ياد کړې وو، و نيول شول .
د دوسيې تر پوره کيدو پورې اکبر او وررونه يې په والسوالۍ کې بنديان  وو. چې بيا وروسته د ولايت عمومي زندان ته وليږل شول .
بيا په هيواد کې يو لوی اوښتون راغی او ټول زندانيان له زندانه  ووتل چې د باز کورنۍ هم په کې وه .
زه په همدې سوچونو کې وم چې وړه لمسۍ غوټۍ مې خواته راغله . ويل يې ګلانه ترور راغلې ده ، نيا مې ويل چې ته دې بابا و ګوره چې دلته دی او که  ولسوالۍ ته تللی ! .
زه او غوټۍ لمسۍ مې د ګلانې په لور ور روان شو .
د ګلانې په سترګو کې  اوښکې را ټولې وي  په ريږديدلي غږ يې د خپل ځوی د نيولو او محکمې غوښتنه  کوله .
د څه  تسليت ور کولو وروسته مې ترې خدای په اماني واخيسته ، زه ترې ولسوالۍ ته راغلم او هغه چې سلګيو اخيستې وه خپل کور ته روانه شوه

Category: کیسې | Views: 559 | Added by: ghazal | Rating: 0.0/0
Total comments: 0
Name *:
Email *:
Code *:
Search
Calendar
«  June 2007  »
SuMoTuWeThFrSa
     12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
Entries archive
Site friends
  • Create a free website