Sunday, 2017-10-22, 10:02 PM
SITE LOGO
Main | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » 2007 » June » 20 » دچنار تر سیوری لاندې
5:29 AM
دچنار تر سیوری لاندې

 

 

     پخوا که پښتانه پدې مفکوره چې هر هغه څوک چې له هېواده  بهر وخوزیږي بویه چې خپله ژبه او کلتور یې  له خاورو سره خاورې شو مګر نن دا ټولې خبرې له موډه وتلې دي په زرهاوو افغانان له هېواده  بهر د مهاجرت شپې او ورځې تېروی  که څه هم  په پردی وطن کې ژوند ګوړې شکرې ندی خو بیا هم سره د ډېرو مشکلاتو  ټول افغانان سره ټولیږی دخپل کلتور او ژبې د پرمختګ لارې او چارې سنجوی ،رښتیا خبره ده چې ځینې وخت د انسان یو وړوکی قدم د انسانیت لپاره لوی ګام وی د خوښی ځای دی چې د ۲۰۰۷د نوامبر په ۲۶ نیټه د اکراین د ادیسی په ښار کې د ځوانو فرهنګیانو نه ستړیدونکې هلې ځلې او له خپلې مورنې ژبې سره د زیاتې مینې په ثبوت د (چنار تر سیوری لاندې ) ادبی ټولنه جوړه کړه دوی وخت په وخت سره ټولیږي په شعرونو ، لنډو کیسو او مقالو د ادب د مینوالو ادبی او فرهنګی تنده ماتوی ددې لپاره چې تاسو ته مې دادې غرونو پناه یاران درپېژندلی وی د بېلګې په توکه یې د شعر له غنچو نه یو څو ګلونه رااخلم.
:امیر احمدشاه پشتون ، پشتون صیب په شعر کې ساده ژبه کاروی څه یې چې په زړه  وی هغه یې په خوله وی یار او اغیار ته د یونان فلسفې نه وایی مخامخ خبرې کوی 
پدی سپرلی کې مې په کاڼو ولې
وله ګلونه خو نن ډېر دی کنه
هغه چې ما به په غنچو ویشتلی
هغه وختونه درنه هېر دی کنه
 د پښتون شعر لکه یوه ساده کلیواله چې په ډېرو رنګونو سرخی سفیدو باندې نه پوهیږی لیکن په  ساده توب کې یې یو لوی رومانتیک انداز موجود وی د اشرفیو ډک کمیس یې په غاړه وی له ډک منګی سره د ګودر له غاړی د تش منګی په پلمه تاویږی راتاویږی چې د ټټر روپیو شور یې د کلی ټول ځوانان لیونی کړي وی او هر څوک یې د يارۍ ارمان لری پښتون صیب که جسما له هېواده لرې دی مګر روحا پخپل کلی کې ګرځی له ځوانانوسره د هېواد د ښکلا او اتلوالۍ سندرې وایی په هېواد یې زړه سوزی د خپلې خاورې دښمن ته هغه بدمرغی غواړی چې دده په سپیڅلی ولس یې راوستې ده
چې د لوړو غرونو منځ کې دا کابل دی
د اسیا ټولو ښارونو   کې  اتل  دی
چا چې تاته درشیندلې دی سکروټې
ګوره اور اوس د هغې په کلا بل دی
 له پښتون صیب نه که پسې راتیر شم نو خبره په یوه تنکی ژڼکی احمدشاه پاچا راځی چې د شاعرانو بنډار همیشه ورباندې ښکلی وی پاچا صیب لا تنکی دی او لکه تنکی مینه تنکی تنکی شعرونه لیکی له جنګ او جکړې څخه یې کرکه راځی په هر چا لکه سپیڅلی ماشوم مینه او اعتبار کوی د هر مشکل حل مینه او مخبت بولی
دمینې خلک يو په څه پوهېږو
زړونه لرو په یوه زړه پوهیږو   
ټول ساداګان مو لیوانیان بولی موږ
فقط مین یو نور ډېر ښه پوهیږو
    یا دا چې...
مونږ د کلی خلک  له ښار سره بلد نه یو
نوی  مین  یو غم د یار  سره  بلد  نه  یو


پاچا لا د تنکیو زلمیانو پاچا دی یوه لویه راتلونکی یې په مخکې ده که خدای (ج) کول د پښتو ادب په شعر کې به رنګینه پاچهی وکړی ددې لپاره چې خواږه لوستونکی مې د یارانو په سپیتیااوصفت نه وی تنګ کړی د هلمند پردیس د شعرونو څو          نمونې رااخلم له پردیس صیب نه که څه هم د اروپا په رومانتیکو ښارونو زړګی قدم په قدم وروکیږی            
زه د لیونی کړم ای زړګیه لیونی شی
چې ښکلی ووینی نو بیا له ما پردی شی
هیڅ خوښی مې د ژوندون لیدلی ندی
غم راوړو کې بس له هرچا رټ سړی شی
خوبیا هم د هېواد او د یارانو بیلتون ډېر ناارامه کړېدی په خیال کې یې هغه د چنار تر سیوری لاندې د شنه منګی اوبه او د خوست زیړی مازدیګری شیبه په شیبه سترګو ته کیږی او زړګکی یې نری نری پسې خوږیږی
په زړګی مې بلا غم پریوتی
لکه کابل باندې چې بم پریوتی
بیلتون مې هر وختې په در مېلمه وی
دخیال په کور زما  ماتم پریوتی
 دهلمند جان شعر لکه د خوست د ویالو روانې اوبه روان ښکاری که خدای(ج) کول په رنګینو شعرونو به مو د زړونو دښتې رازغونې کړی خو د بل ځوان شاعر شیر محمد شباب له شاعرۍ څخه سترګې پټول به زما ملامتیا وی شباب صیب چې په چا اعتبار کوی نو بیا ورته عام وتام واک ورکوی او کله کله چې د قدرت په ښایستونو کې د ښکلو نازنینو سترګو ته ځير ځیر وګوری لار ځینې ورکه شی کله چې په خود راشی فکر کوی چې یو خوب یې لیدلی
ما چې زړګی لکه توی وړی واک په لاس کې ورکړ
اوس مې د زړه  په سر دردونه یو خوروار ختلی
ما د قدرت په نظارو کې لاره  ورکه کړله
ځکه مې اوښکې  له ګریوانه تار په تار ختلی
 دشباب صیب شاعری لکه یوه جنګی پېغله چې له سړیو نه مخکې مخکې ددښمن په مورچل ورخیږی او په سر یې د بری لومړی جنډا اوچتوی شباب کامیاب شعر لیکی او خپل ولس ته د کامیابۍ لاره ښیی د ځوریدلی افغان ولس د اوښکو او کړاونو بدله غواړی او د ژوند په دې ورک بیابان کې د منزل لاره لټوی
د منزل لاره مې چېرې ده اسمانه راته وایه
زما اوښکې زور لری کنه  ګرېوانه راته وایه

***

په ډېر درنښت
د اباد افغانستان په هیله
 ځلمی حبیبزی
اکراین ادیسه
۲۰۰۸- ۱۲ -۷

 

ځلمی حبیبزی -اکراین ادیسه

Category: مقالې | Views: 524 | Added by: ghazal | Rating: 0.0/0
Total comments: 1
2007-06-20 Spam
1.afghan
ha waiai

Name *:
Email *:
Code *:
Search
Calendar
«  June 2007  »
SuMoTuWeThFrSa
     12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
Entries archive
Site friends
  • Create a free website