Friday, 2024-03-29, 8:42 AM
SITE LOGO
Main | | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » 2007 » June » 22 » ليکوال غزانور غزا
2:53 AM
ليکوال غزانور غزا

 

دشپې مړی


د مياشتې وروستۍ شپې وې. د سپوږمۍ راختل ناشوني وو، څومره چې شپه پخېدله، د ستورو ځلا پسې زياتېدله. سړې هوا د سړي زړه بوږناوه. په کلي کې چوپه چوپتيا وه، ټول خلک د ژوند له ستونزو تښتېدلي وو. خواږه خوب ته يې پناه وړې وه. يوازې ګل اجان ويښ و، غوښتل يې شپه سبا کړي. څه نتيجه ترلاسه کړي، چې مېرمن يې رښتيا ويلي که تېروتلې ده. ګل اجان ګرم نه و، هغه چې فکر وکړ، ګومان يې نه کاوه چې غل دې د دوى کور ته راشي. څه شى دې ترې غلا کړي، په تړلو شونډو به يې وويل:
تر موږ شتمن خلک شته، هغوى ته غل نه ورځي، موږ ته ولې راځي.
د بام پر سر ناست و، سر او مخ يې په څادر کې پټ کړى و، سترګې يې وتلې وې، د کلي په کورونو يې نظر واچاوه.
غل خو ښه بلد شي بيا غلا کوي، که د ليرې ځاى نه هم راتلى د کورونو له ليدلو پوهېده چې څوک شتمن دى.
خپل خړ پړ کور چې درې کوټې لري،  يو متر لوړ دېوال ترې تاو دى او دړه يې د بوجيو (بوريو) پرده ده، دا پوښتنه بيا ورپيدا کړه. غل د ګل کره ولې نه ځي. د هغه خو ښکلې وداني ده. که غريب وى زموږ په څېر به يې بېکاره کوټې وې. زموږ ټول کور به په لس زره روپۍ خرڅ نه شي، د ده د کور د اوسپنيزې دړې (دروازې) بيه شل زره روپۍ ده.
پړپ- پړپ شو، ووېرېده، چې ښه متوجه شو، پړپ- پړپ يې وپېژندل، د کوټو کړکيو ته يې پلاستيک ورکړي، د هغه له پاسه پردې ځړېږي، سړې سېلۍ به چې پردې له پلاستيک سره ولګولې، پړپ- پړپ به يې وکړ.
شا و خوا به که کوم سپى وغپېده، بېرته به غلى شو، ګل اجان پوهېده چې سپى انسان ته نه غاپي، چې سترګې به يې ډېرې درنې شوې، زړه به يې ورته ويل:
کوز شه، هېڅ شى هم نه شته.
خو يو ډول ځيل به ونيوه هغه مازيګرنۍ غوره به ورياده شوه:
”نن شپه به ويښه تېروم“
بېرته به پښېمانه شو.
شپه په نيمه اوښتله، چې د دوى کورته نژدې غونډۍ کې د تيږو کړپا شوه. ښه متوجه شو، وپوهېده چې څوک راکزېږي، د تيږو کړپا يو وار ډېره شوه، لکه څوک چې وښويېږي، بېرته چوپه چوپتيا خپره شوه. سپى د غونډۍ لمنې ته ورغى:
غپ- غپ.
ګل اجان ومنله چې کړپا د انسان ده، که حيوان يا بل شي وى، همداسې به روان و او په يوه ځاى کې به نه تم کېده.
سپى د کړپا ځاى ته غپېده، کړپ او کړوپ غلى شو.
ګل اجان پلترۍ وهلې وې، ټوپک يې پر زنګنو ايښى و او غوږونه يې څک نيولي وو، د دړې د پرانيستلو کړپ شو، د بام پر سر په خاپوړو شو، د کوټې بل دېوال ته ورغى د انګړ منځ ته يې چې وکتل، فکر يې کاوه مېرمن يې راوتلې، خو وروسته وپوهېده چې خور يې ولاړه ده. شګه يې ورګوزار کړه، هغې چې وروکتل، ورو يې ورته وويل:
زرکې! ژر شه دلته راشه.
هغې له انګړه خوله ورونيوله، ګل اجان د چړچوپې له سره سر وراوږد کړ:
څرنګه راووتلې؟
_ متيازې راغلې.
_ دباندې که وځې کړپ- کړوپ ونه کړې.
_ ددکه هېڅ هم نشته ، څمله.
_لږ وړاندې غونډۍ کې کړپا وه.
زرکه يې په خبره پوه نه شوه، بيا يې ورته وويل:
څه شى و؟
ګل اجان لږ په توند ډول کړپا وه کړپا!
زرکې بيا ونه پوښت چې د څه شي کړپا وه، اوس وه که مخکې، خو غوښتنه يې ترې وکړه:
ته څمله زه به کښېنم، که څه شى و، بيا به غږ درباندې وکړم.
ګل اجان نور هم توند شو، خبرې مه زياتوه، درورکه شه.
بېرته په خاپوړو خپل ځاى ته لاړ، د سپي خوله ودرېده، غپ لږ به غلى شو، بيا به يې وکړه: غپ- غپ
سړه سېلۍ نوره هم زياته شوه، سپى بېرته کوډلې ته لاړ، هغه به سم کوډلې ته نه و ننوتلى، چې کړپا بيا پيل شوه. سړو وهلى و، غوسه پرې برلاسې وه، غوښتل يې ورکوز شي، غله ته نژدې ورشي، کله يې چې په نښه کړ، د شنکوپ يو دوه ججورې(جاغور) پرې تش کړ. د تورې شپې مړى ده څوک څه پوهېږي چې مړى ګل اجان وکړ. کېدى شي ځينې خلک ووايي کوم چا له بل ځاى څخه راوستلى او دلته يې مړ کړى دى. بيا يې فکر وکړ، توره شپه ده که درنه وتښتي يا ولګېږي او مړ نه شي بيا به څه کوې. ولې ځان ته بدي پيدا کوې، غل هم پور لري، ګرم او مړ خو نه سره موخى کېږي.
له خپلې خبرې نه واوښت، کړپا ورو- ورو د ده لوري ته نژدې کېدله، بيا يې زړه وغوښتل چې ټوپک ته مرمۍ ورتېره کړي او څو ډزونه وکړي، خو له بيلوټ نه يې ګوتې ليرې کړې، له کړپ او کړوپ څخه پوهېده چې غل يو کس دى که ډزونه وکړي هغه به ولګېږي، يا نه خو ګهيځ (سهار) به يې شيطانت شوى وي.
غرمه مهال به يې کور ته پوليس راځي، سپکې سپورې به ورته وايي، روپۍ به ترې غواړي، يا به يې بند ته بيايي.
دا يې ښه وګڼله چې غله ته کمين ونيسي، کله چې کور ته ورننوځي، ناڅاپي به يې ونيسي او داسې بۀ يې ووهي چې نه مري او نه رغېږي.
په خاپوړو يې زينې ته ځان ورساوه په اړکيو کې يې ورو- ورو پښې ايښوولې، د انګړ دېوال ته نژدې ورغى، د دېواله سيوري ته د پښو پر سر کښېناست، ټوپک يې د تيارسى په ډول ونيو، د پښو ترپا يې واورېده، نور هم بيدار شو، خو نه پوهېده چې څه ورپېښېږي.
د دړې پرده يوه خوا شوه، له ونې ګرد سړى ورننوت، ته به وايې خپل کور يې دى. د ده د مور کوټې ته ورو- ورو ورروان و.
ګل اجان چې ښه ډاډه شو، غل بېرته ترې وتلى نه شي، پرې ورټوپ يې کړ، د کميس غاړه يې لاسته ورغله، نژدې و کميس يې لاس کې ورپاته شي، ټوپک يې وغورځاوه، بل لاس يې وېښتانو ته ورواچاوه، سړي زارۍ پيل کړې:
د خداى لپاره خلک به راخبر شي.
له خبرو څخه يې وپېژاند، خپله خور يې سترګو ته ودرېدله. چې د څه لپاره راوتلې وه. ولې يې ورته ويل ته څمله زه به کښېنم، که څه شى و، غږ به درباندې وکړم، هغه خبرې نه شوې بېلوالى، غلطي رانه وشوه. ګل اجان غوښتل چې څو کونداغه پر ملا ورکړي، خو لاس يې نه پرې جګېده، خاورو ته ټيټ شو، خدايه ستا مهرباني وه، نژدې و خپله خور مې په خپله سرتوره کړې وي.
٠١-٩-٦

 

Category: کیسې | Views: 770 | Added by: pacha | Rating: 2.5/2
Total comments: 1
2007-06-22
1.hewad
dera hkli kisada so zali miwalwasta po khnd ia na marigam

Name *:
Email *:
Code *:
Search
Calendar
«  June 2007  »
SuMoTuWeThFrSa
     12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
Entries archive
Site friends
  • Create a free website