Friday, 2024-04-19, 5:03 PM
SITE LOGO
Main | | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » 2007 » June » 27 » لنډه كيسه : جبر
6:00 AM
لنډه كيسه : جبر
شمس خوستی 
هغه به داسې روان ؤ، دچاخبره ،تۀ واسكه دنيايې په سرولاړه ده ،ګرم نه ؤ،ځكه چې ډېروبه ددۀ درواغ هم رښتيابلل ،داپدې نه چې
ورباندې پوهېدل نه ،بلكه دغرض لپاره ،ياني تمه يې ورته لرله چې ګوندې په چارځاى كې مې ورسره نوكركړ ي،ځكه چې تپلى ديوې انجيومشرؤپه زرګونوډالره معاش يې ؤ.
له تپلي سره چې كوم كسان په چارځاى كې ووځينې يې ددۀ نه ووخوښ خوځينې يې ښه اېسېدل ،ددې لامل داؤچې ځينوبه دتپلې ټولو روغواوناروغوامرونوته غاړه ايښې وه ،خوځينويې بياناروغ امرونه نه پرځاى كول .
دۀ كوښښ كاوۀ چې ددۀ ناخوښۀ كسان له انجيو وشړي ، خوله وسه يې ځكه تېره وه چې هېڅ منفي ټكى پكې چې خپل مافوق مشرته يې په اړه شكايت وكړي .
تپلي به په كومه غونډه كې خبرې كولې نودغونډې له جوړوونكيواوړوندوكسانوسره به يې دمرستې ژمنې كولې ،لدې امله خلك هم ترې خوشال وو.
دى به چې په كوم لوري تۀ ،چاته به يې لورى نه ورښود،په دفتركې به چې ناست ؤچابه داسې خبره نه كوله چې ددۀ پرمغزوبه ښه نه لګېده .
يوه ورځ دچارځاى په دفتركې دچارځاى كاركوونكيواونوروميلمنودډوډۍ خوړلوپرمهال په خبروخبروكې دجبرپرمساله بحث پيل كړ،دچارځاى هغوكاركوونكيوچې غوښتل يې نن ورځ ځانونه تش ښه كړي،جبردځنګل قانون بالۀ،ميلمنوهم پخپل وارسره جبروغاندۀ اودايې دانسان له كړنوڅخه بېله يوه وحشي كړنه وبلله ،دچارځاى هغوكاركوونكيوچې نه يې غوښتل تپلى مازې ددوى په اه سره خپه شي وېيل چې جبرهم پخپل ځاى كې دانسان په كړنوكې اړتياده،ځكه چې په طبيعت كې هم داشى شته ،دچارځاى يوكاركوونكي چې تپلي ته ورګران ؤ ،ووې : شاهين چې يوه كوتره نيسي ياګيدړسويه نيسي اوخوري يې داددوى رزق دى دېته تاسوڅه ويۍ ــ جبرــ ظلم اوكه اړتيا ؟
كوم كاركوونكي چې له خپل مشرتپلي څخه وېرېدل داخبره يې تاييدكړه چې له اړتياسره سمه كړنه هغه كه په هر وړۀ وي ترسره دې شي دېته جبرنه وېل كيږي ،خوهغونورويې سخت مخالفت كاوۀ ،ميلمانۀ پدې نه پوهېدل چې په روان بحث كې به داسې يوڅه پټ وي چې دچارځاى كاركوونكيوترمنځ به مرموزه شخړه وي
يوۀ ميلمه دانظرچې شاهين كوتره نيسي ياګيدړسويه ،يوډېرتت نظروبالۀ ،دۀ وويل كه داسې وي نوبياخوانسان هم څاروي حلالوي ،داډول كړنې په جبركې نه دي شاملې اونه دليل دى ،جبردبازاوكوترې په مثال پورې هېڅ تړاؤنلري ،جبرداړتياله مخې نه بلكه دځاني موخودترسره كولولپاره په ناوړه اونامعقوله توګه ترسره كيږي .
كله چې خبره ګرمه شوه ،نوخبره له جبرڅخه ورو ، وروپه ځاني موخوبدله شوه ،اوس نودبحث منځټكى ځاني موخې شوې .
پدې وخت كې ځينې ميلمانۀ هم پدې پوه شول چې تپلى دانجيويوځان ښوونكى ،جابراونامعقول دېكتاتورمشردى .
دچارځاى هغوكاركوونكيوچې دتپلي دكړنومخالف ؤپه ډېره تلوسه اوشوق سره دې خبرې ته زور وكړچې ځاني موخې اوترسره كوونكي يې لانورهم وغندل شي ،خوپدې منځ كې دانجيوله كاركوونيوڅخه يوتوره رنګ پوخ عمره سړي چې ځان يې ظاهراًهمېشه په منځګړوكې شمېرۀ خوخبرې يې ټولې دتپلي په ګټه كولي وويل : ولې پدې بحث لګيايۍ ،كومه ګټه لري ! هغې خپلوخبروته دوام وركړ ويې وې : داخبرې هېڅ ځاى نه نيسي ،دۀ نورڅه ويل هم غوښتل خودانجيومشرچې مخ ورواړووسملاسي غلى شو،دۀ ګمان وكړچې خبرې يې ورباندې بدې ولګيدې ،تپلي وويل : داښۀ خبره ده چې له داسې بحث څخه ډډه وشي ،هغه چې پدې پوهـ شوچې تپلى يې په خبره خوښ شونويې بيامرى رڼې كړې ويې وې : داډول بحثونه ښۀ ندې ،وچ په وچه ورباندې حلقونه تريخوئ ، يوميلمه چې تردې مهاله يې په روان بحث كې دخبرو ونډه نه وه اخيستي وويل : داخودحلق دتريخوالي خبره نده ،داښۀ خبره ده چې پداسې اودېته ورته مسايېلوخبرې وشي بيايې مخ خپل هغه ملګري ته ورواړوۀ چې له دۀ سره رغلى ؤ،دهغې په لوريې اشاره وكړه ويې وې : ښايي تاسولدۀ سره بلدوى يانه ،خودئ له حقوقوفارغ دى ،پدې مسايېلوله موږاوتاسوڅخه دى ښه پوهيږي ،دئ به وپوښتوچې څه پكې وايي ،هغه مسك شوويې وې تاسوډېرښه اومعقول دلايل وړاندې كړل زه به څه ووايم ،دايې ووې نورغلى شو،لدۀ سره راغلوكسانواودچارځاى ځينوكسانوپرې ټېنګاروكړچې خامخابه پدې اړه څه وايي ،خودۀ لكه چې دانجيومشر دروان پېژندنې له مخې پېژندلى وي ،لدې امله چې تپلى ترې خپه نشي،هېڅ يې ونه وې ،څو ورځې وروسته خبر شوم چې همدغه ميلمه لاله پخواڅخه په انجيوكې دكارغوښتنه كړې وه ،كله چې په انجيوكې د دندې له اشغالولوناهيلى شونوپه ورځپاڼه كې يې دجبرترسرليك لاندې هر هغه څه ليكلي ووچې دانجيوپه دفتركې يې ترې ډډه كړې وه
Category: کیسې | Views: 773 | Added by: ghazal | Rating: 5.0/1
Total comments: 0
Name *:
Email *:
Code *:
Search
Calendar
«  June 2007  »
SuMoTuWeThFrSa
     12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
Entries archive
Site friends
  • Create a free website