Saturday, 2018-10-20, 9:47 AM
SITE LOGO
Main | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » 2007 » June » 27 » پښېماني لنډه کیسه
6:21 AM
پښېماني لنډه کیسه
 لیکوال غزانور غزا
کټ کې لټ پر لټ اوښته. په هر لټ سره به په کټ كې خرچا لاړه. فکر يې وکړ چې ناروغۍ بيا پرې راګرځېدلې که څه؟
بيا يې له ځان سره وويل:
نه ګرمي زياته ده ګرمي، تبه مې نه شته، وجود مې هم نه خوږېږي.
سترګې ته يې خولې ولوېدلې. سترګه يې وسوځېدله، ده ګوتې ورتېرې کړې، لژ يې وموښلې.     
چېرته مې ښادي کړې ده.
رښتيا وايي له کور نه چې راوتلى لالهاند ګرځي، په اسمان کې يې ستورى پيدا نه کړى، پر ځمکه سيورى.
يو بل خوا ته تورې مښې ترې تاو وې. شخوندونه يې وهل او خوړلي واښه يې هضمول. کله- کله به له نژدې ځنګله څخه د کوم ځناور غږ هم راغى خو له هغه څخه نه وېرېده. څو متره لوړ دېوال ترې چاپېر و، خو ګوښى و، نن شپه يې بل ملګرى لاړ.
له خپل ژوند څخه زړه تورى و، کاشکې مړ واى، له دې ژونده خو مرګ ښه دى، خو نه، داسې نه ده، له خداى څخه يې هيله پرې ده، فکر کوي چې د خداى له لوري مرګ هم ورباندې پېرزو نه دى. دى به ژوندى وي، تر هغې به ژوندى وي چې لاس او پښې يې کار پرېږدي. بيا به د کار کولو نه وي، څوک به نوکري نه ورکوي، د جومات (مسجد) يا کوڅې سيوري ته به پناه وړي، خو هلته په يې هم څوک نه پرېږدي.
کلونه تېر شول، کوم ملګرى يې پيدا نه کړ، چې د زړه غوټې ورته خلاصې کړي، يا يې مشوره ترې غوښتې وي. خو دا به د ده بخت وي، د ورځې يې مېښې له چا سره ناستې ته نه پرېږدي او ماخوستن ستړى وي، سترګې يې پټې- پټې کېږي، ډوډۍ يې له ستوني تېره نه وي چې په کټ کې وغزېږي.
٠٠٠
سم تپک پروت و، پښې يې له کټه لږې تېرې وې، سترګې يې په سپوږمۍ ولګېدې، هغې ده ته کتل، له پخوا نه يې ده ته کتل، ماښام چې راختلې، ده ته مخامخ روانه ده. ده چې ډوډۍ خوړله هغې يې پر يوازېتوب ژړل، بيا يې چې جالۍ (پشه خانه) په کټ دروله، هغې ورکتل. دى سپوږمۍ ته فکرمن شو، له سپوږمۍ څخه يې سترګې نه اړولې. تېرې هېرې خاطرې يې ياد ته راغلې. د هغې وروستۍ شپې خاطرې چې نور يې خپل کلى وطن پرېښوده، له سپوږمۍ څخه ښکلې ليلا سره يې مخه ښه کوله، له غمونو او سوچونو څخه يې پنجاب ته پناه راوړله او هغه يې د وزرماتې مرغۍ په څېر د ښکاري په لومه کې پرېښودله.
وروستۍ ليدنه يې سپوږمۍ کې وه، د هغې پرمخ راروانې اوښکې يې ليدلې، ده به چې وويل: نه پاتې کېږم. د هغې به سپين مرغلين غاښونه وځلېدل:
ما چا ته پرېږدې.
له ځان س ره يې وويل:
لکه چې دا مياشت وه، دا شپه به وه.
لږ غلى شو، سوچ يې وکړ:
نه، نن به څوارلسم وي.
حساب يې پيل کړ، په ګوتو يې ورځې شمېرلې.
په دويم دې د دوو هفتو دوا شروع کړه، دوه ورځې وروسته تمامېږي، بس سبا پنځلسم دى.
د پښېمانۍ احساس يې زياتېده، ياغي او توپاني څپې يې زېږولې، د ده د ناڅرګند برخليک د بېړۍ مخې ته راتلې او د وطن لوري ته يې کرځوله. پښېماني به يې ولې نه زياتېدله ټول تاوان تاوان دى، که جلکۍ يې راتښتولې وى، بيا هم يوه لار. خو ولې ګوښى راته.
هغه هم په داسې راتګ چې د بېرته تللو نيت يې نه شته. که جلکۍ له هلک سره رضا وي، هلک به ګوښى ځي او جلکۍ به پرېږدي؟.
٠٠٠
په کټ کې کښېناست، پښه يې پر پښه واړوله، نسوار يې خولې ته واچول. لاس تر زنې پټه خوله و، د خپلو کړو قضا يې په خپله کوله.
ګرم نه وم، پلار ته به مې بدي (دښمني) جوړه وه.
لاړې يې توکړې. نه هغه ډمان وو، څه به يې کړي وو.
مړې خولې پرې روانې وې، د مسالې پکى يې لږ وښوراوه.
خداى زورور دى، حق زوروردى هغوى هرڅه کړاى شوه. 
له خپل پلار څخه يې ګيله راغله، هغه يې د ټولې بدمرغۍ لامل ګاڼه، د مور خبرې يې د زړه په غوږونو اورېدلې.
سړيه! اميرخان زوى دې بله جلکۍ نه غواړي.
پلار به يې تک تور واوښت، لاس به يې د هغې تر خولې ورتېر کړ:
خوله ونيسه! زه به مې زوى د ډم په لور مرداروم.
هغې به بيا په خواره ژبه وويل:
ډمان به وي، نور خو بد خلک نه دي.
_ ولا حول والله، وايم چې يو دى او هغه پاتې شي، نور ووړکي او پېغلې سره واده شي، بيا هم پرې حرامه ده.
نسوار يې له خولې څخه ليرې کړل، سپوږمۍ ته يې وتل:
په قوم بۀ ډمان وو، نور خو بد خلک نه وو. سرونه يې جوړول، خوړه او خيرات يې پخاوه، هغوى که هر ډول وو، خو د ډ م نوم پرې ليکلى و او د اميرخان دپلار له دې نوم څخه بد راتلل. 
هغوى به ښه کارونه کول که بل چا داسې چارې کولې، هر چا به ستايل، خو دوى ته چې له پلار- نيکه څخه دا دنده ورپاتې وه خلکو کې سپک معلومېدل.
اميرخان چې خپل يوازېتوب ته کتل، پلار يې هم په همدې حال ليده، هغه هم د ده په څېر بې وروڼو دى. فکر يې کاوه خويندې به يې واده شوې وي او مور و پلار به يې دوه په دوه سره پاتې وي.
بېرته يې سر کښېښود. په تړلو شونډو يې بيا خبرې پيل کړې:
هغې ته به ياد يم که نه؟ چېرته به وي؟... يوه ورځ يې راته ويل که بل چا ته يې ورکړم، ځان به ووژنم.
سر يې د (نه) په اشاره وخوځاوه، ځان ګران دى، داسې به يې کله کړي وي.
خو يوې شپې يې ده ته ثبوت وړاندې کاوه او ورته ويل يې ارو مرو بۀ يې داسې کړي وي.
اميرخان يې له ملا نه لاسونه تاو کړي وو، هغې ورته وويل:
که له ځانه راته ګران نه وى، اوس به له ځانه رانژدې نه وى، د اميرخان فکر يومخ واوښت. ځان يې ګرم ګاڼه، هغې خو ده ته ځان بخښلى و.
د عزت خيال يې نه ساته، د کورنۍ په فکر کې نه وه، نو وژنه به څه وي، دى هم بايد يو څه وکړي، هسې هم په ژوند مړ دى، لږ و ډېر سوچ يې نه و کړى، پرېکړه يې وکړه بايد کلي ته لاړ شم که ځان يې وژلى وي ځان به وژنم  که بل ډول وي بيا به...
اميرخان وپتېيله چې ملابانک به پاڅېږي، اول بۀ نايک (مالک) ته ورځي له هغه څخه به اجازه اخلي بيا به روانېږي.
---
تنکى مازيګر و، موټر سربداله کړى و، د پراخو ډاکونو پرځاى کږو وږو غرونو کې روان و، په هغه خاوره يې ګامونه ايښوول چې نژدې شل کاله وړاندې ترې تللې و. کوچنيتوب کې پښې لوڅى پرې ګرځېدلى و، خاپوړې يې پرې کړې وې، د ځوانۍ مست پسرلى هم دلته پرې راغلى و، د کلي پر لويه لار روان و، خو چا نه پېژانده. جامه يې بدله، رنګ يې اوښتى و، تللى هم اتلس کلنۍ کې و او هغه زلميتوب هم ورپاتې نه و.
ده ته کلى بل وړ و، کلى څه چې هديره هم ډېره پراخه شوې وه سپينې او شنې جنډې پرې رپېدې، جنډه به چې باد وښوروله ټپ- ټپ به يې وکړ، ته سکه وايې ده ته وايي چې موږ ته دې پام دى که نه، ته چې تللې په لږو خلکو خاورې امبار وې، خو اوس چې راستون شوى يې، د ډېرو له مرګ څخه به خبر شې. ډېر نژدې خپلوان او ياران به دې ونه وينې.
ددوى کور ته تللې نرۍ لار يې ونيوله، د کور د دړې (دروازې) تر څنګ يې په زړه ښځه او سړي سترګې ولګېدې، چې ورنژدې شو، ويې پېژندل، خو هغوى تر اوسه نه پېژانده، چې ښه ورنژدې شو، مور يې غږ پرې وکړ:
اميرخان يې؟
ده وخندل، هغې غېږ ترې چاپېر کړه، له سترګو څخه يې اوښکې روانې شوې،اوس راته راځې په ځان دې څه وکړل، په موږ...
پلار هم غېږ ترې تاو کړه، کور ته چې ننوتل، پر ښځه يې سترګې ولګېدې، د هغې په غېږ کې ماشوم يې چې وليده، سر پرې وګرځېد او دېوال ته يې تکيه وکړه.
٠١-٨-٦، ټل- هوايي ډګر
Category: کیسې | Views: 569 | Added by: ghazal | Rating: 0.0/0
Total comments: 0
Name *:
Email *:
Code *:
Search
Calendar
«  June 2007  »
SuMoTuWeThFrSa
     12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
Entries archive
Site friends
  • Create a free website