Friday, 2024-04-19, 3:27 PM
SITE LOGO
Main | | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » 2007 » July » 17 » عزيز صديخېل خوست
0:12 AM
عزيز صديخېل خوست
 

خدايه سترګې مې بينا کړې (عزيز صديخېل خوست)

خدايه سترګې مې بينا کړې
لږ مې پوه په خپل ګناه کړې



خپل اشنا مې بېرته خپل کړې
دا تقدير زما بدل کړې
په يوه لاره مو روان کړې
ګډ مو هم په يوه کاروان کړې
فاصلې مو کړې رالنډې
په يوه غويلي مو ګذران کړې
دبېلتون شيبې ترخې وي
ربه نور مو په امان کړې
هغه تېر هوس مې راکړه
ربه دا کرم پرمه کړه
جدايي زغملی نشم
خپل اشنا مې خپل اشنا کړه
خدايه مخ د هغو تور کړه
سر په خپو کې يې نسکور کړه
څوک چې دوه مين جدا کړي
اوريې پوري هم په کور کړه
ستا رضا زما رضا ده
ستا قضا مې هم قضا ده
دواړه ماؤ ته منظورې
که دې مينه که سزا ده
که دې ياد وي چې ويل دې
زه مصروف او ته بېکاره
اوس هغې سودا اخيستي
وې به څومره ناکراره
حيراني مې ځکه واخلي
ته هم خپل وې زه هم خپل وم
بيا هم نه راتلې جانانه
ويل دې اوس رانه پردی يې
ځه دردرومه لاره وی يې
لا تر اوسه دې يوازې
څنګه پرېخوم بې پرسانه
تا خو ويل يې مې ملګری
ولې نه راځې جانانه
دا شيبې به لا تر څو وي
څو به سوزم بې نيرانه
کړه دې کاڼي زړه دې نرم
لږې ګوتې ورکړه فون ته
يا مې نور هم ليوانی کړه
يا مې راوله سکون ته
اوس عزيز هم ستا له غمه
رنځ نيولی دی صنمه
که يې وس ورباندې بر شي
که دې حال نه دې خبر شي
نو امکان لري چې در شي
نو امکان لري چې در شي.
عزيز صديخېل خوست

Category: شعر | Views: 862 | Added by: ghazal | Rating: 0.0/0
Total comments: 0
Name *:
Email *:
Code *:
Search
Calendar
«  July 2007  »
SuMoTuWeThFrSa
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031
Entries archive
Site friends
  • Create a free website