Friday, 2024-04-19, 3:37 AM
SITE LOGO
Main | | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » 2008 » February » 4 » غزل : لونګ
11:45 AM
غزل : لونګ
غزل
په يوې ښکلې مې نظر پريوتی 
په زړه مې دروند غم لکه غر پريوتی


خاونده خير مې د ايمان غواړمه
ورته له لاسه مې کوثر پريوتی

دې د مسيح پيرو ته ګورئ خلکه
زرينې زلفي لکه لمر پريوتی

دا چې په ډيرو رنګو ښکلی ښکاري
اغيز دا ستا پر مازيګر پريوتی

درد دې په زړه راته غاښونه ښخ کړل
په رنګ مې ستا د درد اثر پريوتی

اوتر مې زړه دی زه يې  اورم درزا
ستا د ښکلا پرې ستر لښکر پريوتی

ځار له ښکلا دې د ښکلا ملکې
په  (لونګ ) ستا ښکلی هنر پريوتی

Category: شعر | Views: 614 | Added by: pacha | Rating: 4.0/1
Total comments: 0
Name *:
Email *:
Code *:
Search
Calendar
«  February 2008  »
SuMoTuWeThFrSa
     12
3456789
10111213141516
17181920212223
242526272829
Entries archive
Site friends
  • Create a free website