Thursday, 2024-04-18, 2:27 PM
SITE LOGO
Main | | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » 2008 » February » 28 » غزل : فاروق فردا
1:57 AM
غزل : فاروق فردا

 
په وينو سور زړه مې د تا سره خبرې کوي
دخندا کړس کې د ژړا سره خبرې کوي


زه هم د ګل په شانې پاڼه پاڼه وغوړېږم
ګل په خاموشه خوله چې ما سره خبرې کوي
کور ته د چا دنظر سېوری وړي په لپو نجلۍ
چې د پلو لاندې موسکا سره خبرې کوي
د پېغلتوب سندرې ليکي پر هيندارې د مخ
د چا داوښکو د رڼا سره خبرې کوي
د زمانې د نا کردو تندۍ پر کاڼو ولي
جوني بلاوې شوې بلا سره خبرې کوي
ګل يې پر سر ګل پر ټتر ګل په لمنه کې وړي
ستوريو ته ګوري دا د چا سره خبرې کوي
پر مور يې بيا چا د پېغور هينداره واچوله
لور دې بلۍ نه د فردا سره خبرې کوي

Category: شعر | Views: 1004 | Added by: ghazal | Rating: 0.0/0
Total comments: 0
Name *:
Email *:
Code *:
Search
Calendar
«  February 2008  »
SuMoTuWeThFrSa
     12
3456789
10111213141516
17181920212223
242526272829
Entries archive
Site friends
  • Create a free website