Tuesday, 2024-04-23, 10:41 AM
SITE LOGO
Main | | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » 2008 » February » 28 » يوه کړيغه د ژړا
1:58 AM
يوه کړيغه د ژړا


د ټولو ځمکو اسمانو ټولواکه
لمده په اوښکو يوه دعا در ليږم
د ربړيدلې ځوريدلي ولس
په حال يوه کړيغه د ژړا در ليږم

*****
د غم څپيړې يې په مخ خوړلي
دې ځوريدلي کړيدلي ولس
هر يو ظالم پرې ازمايلی ظلم
په دې مظلوم او ربړيدلي ولس
****
خدايه زمونږه د مظلومو خدايه
دې ظالمانو مو سندرې مړې کړې
راته راوړې د جنګونو کرکه
 د سپينې سولې يې کوترې مړې کړې
****
دا د يزيد او د حسن کيسې
سبحانه د لته هره ورځ تيريږي
يا د موسی او د فرعون کيسې 
جانانه دلته هره ورځ تيريږي
****
ځار له نامې دې شم زمونږه ربه
له تا ياغيانو يوتالان جوړ کړی
د پخواني نمرود په شانتې دوي هم
د ابراهيم حال په افغان جوړ کړی
****
د ظالمانو زور اوبه کړې ربه
ته يې کورونو ته غمونه يوسي
چا چې راوړی ناورين زموږ هيواد ته
ته يې وطن ته ناورينونه يوسي
*****
خاونده نور مو په حال ورحميږه
ته راته سوله سوکالي راوله
درمل درمل مو پرهرونو ته شي
يو بل  ميرويس بل ابدالي راوله
****
غم کې پيدا غم کې را لوئ شو ربه
هره خوښي رانه په څنګ تيريږي
دغم   خزان  زموږ په فضا راغلی
 سپرلي مو  ټول بې له  ( لونګ )تيريږي

Category: شعر | Views: 1006 | Added by: ghazal | Rating: 0.0/0
Total comments: 0
Name *:
Email *:
Code *:
Search
Calendar
«  February 2008  »
SuMoTuWeThFrSa
     12
3456789
10111213141516
17181920212223
242526272829
Entries archive
Site friends
  • Create a free website