Saturday, 2017-11-18, 2:34 AM
SITE LOGO
Main | Publisher | Registration | Login
Section categories
My articles [0]
غزل [1]
کیسې [2]
روقعې [1]
لیک [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » Articles » کیسې

ګیدړه اوبڼ

ګيدړه او بڼ


     يوه  ګيدړه  چي  ډيري  لوږي  وار خطا کړې وه، د يوه بڼ په لور چي له راز راز مېوو

 

څخه ډک  وو، راغله او قصد يې  وکړ  چي بڼ ته ننوزي  او هلته  څه مېوه و خوري. د بڼ

 

ور تړلئ وو او بڼ ته د ننوتلو هيڅ لاره نه وه. نو د بڼ  پر ديوال

 

 شاو خوا را وګرزېده تر څو د ننوتلو لاره پيدا کړي. په پای کښي د باغ د مورۍ څخه ور

 

ننوله او هلته يې دومره مېوه وخوړه او اوبه يې هم وچښلې چي نس يې و پړسېد. کوم

 

وخت يې چي وغوښتل له بڼ څخه بيرته ووزي، نو هغې مورۍ ته ورغله. خو له دې کبله

 

چي نس يې پړسېدلئ  

 

وو، په  مورۍ کي بنده پاتي شوه، ګيدړه ددې پيښي په نسبت ډېره خواشينې سوه او

 

فکر يې وکړ چي کومه چاره وسنجوي. په پای کښي يې له ځان سره فيصله وکړهچي په

 

مورۍ کښي پاته شي تر څو بيرته وږې شي او د نس پاړسوب يې کښيني.

 

څو ګړۍ وروسته يې دنس پاړسوب کښېنوست او له بڼ څخه ووتله. د روانېدو په وخت

 

کښي يې مخ د بڼ پر لور راواړاوه او داسي يې وويل: 

 ( ای ښکلې بڼه، ته ډېر ښايسته يې، مېوې دي خوږې، اوبه دي سړې او خوندوري دي. خو ما ته دي هيڅ ګټه و نه رسېدله، ځکه د ننوتلو په وخت کي هم وږې وم او اوس هم در څخه وږې ځم.) 

Category: کیسې | Added by: ghazal (2007-06-19)
Views: 210 | Rating: 0.0/0
Total comments: 0
Name *:
Email *:
Code *:
Search
Site friends
  • Create a free website