يو چاته ليک
ګرانې خپه نه شې ويده خو نه وې؟
په شين سهار درته سلام کومه
باور دې وشه په ايمان يې وايم
زه دې له زړه نه احترام کومه
چې په موبايل کې مې ستا زنګ راشي
په خدای زما شونډې پرې وغوړيږي
ستا بلبلي او سندريز آواز ته
زما د زړه غوږونه وتخنيږي
زما په خپل ځان هم باور نه کيده
خو تا سپيڅلی شان يقين راکړ
په تليفون چې دې بلنه راکړه
زما اروا ته دې تسکين راکړ
تصوير دې زړه کې جوړوم ورانوم
کله نا کله چې ګوښه غوندې شم
وايم چې ته به لا تر دې ښکلې يې
بس سر تر پايه انديښنه غوندې شم
ته د رواج په زنځيرو تړلې
ما هم بې وسه او مجبور وګڼه
موږ د دې دور بد نصيبه خلک
بس دغه برخه د تقدير وګڼه
ستا خو به څه تنده په د ې ماتيږي
تا ويل چې زه دې کتابو کې ګورم
زه هم د خپل زړه دسکون په خاطر
تا مې د خيال په جزيرو کې ګورم
د پسرلي تر ګلابونو ښکلې
وايه چې څرنګ دې سندره کړمه
هغه چې غوږ کې راته تا ويلې
په زړه مې نقش هره خبره کړمه
ګرانې بخښنه درنه ډېره غواړم
زه ستا د مينې پوروړی يمه
ما هم دغومره بې پروا مه ګڼه
زه دې د مينې اوبو وړی يمه
ما وی ستا زړه کې يو شاعر ويده دی
هغه له خوبه ويښول غواړي
تا وی هغه شاعر جانانه ته يې
ستا تخيل لږ تخنول غواړي
داسې په جار خو يې له خولې مه باسه
د مينې غږ دلته په دار ځړيږي
له رواياتو نه مجبوره خلک
دلته په مينه باندې څه پوهيږي
د رواياتو دا ځنځير به مات کړم
زما له هيچا ځنې ډار نه کيږي
ستا په ديدار باندې ليمې وينځمه
جانانه نور له ما نه وار نه کيږي
ماته به ستا مينه وزرې راکړي
زه به د لوړو غرونو (( باز )) شمه
ستاسې له بام نه به دوره دوره شم
زه به د مينې يو پرواز شمه
بازمحمد عابد
د کابل منډيي، د زرداد سرای
د عابد انتظار
بيا مې په زړه باندې راووريدې
د تليفون دې انتظار کومه
پوره اونۍ وشوه چې نه مې پوښتې
بيا به دې څنګه زړه ته لارکومه
ما نه به څه خطا ضرور شوي وي
چې په خوبونو کې اوس نه درځمه
ما نه دې هاغه وعدې هيرې نه دي
تا وی چې ټوله به شم زړه درځمه
پرون جمعه وه زه باور لرمه
تا به
((په شګو کې چينه)) اوريده
بيا دې د کوم شاعر په ژبه باندې
د کوم مين زړګي کيسه اوريده
زړګی مې داسې ګواهي ورکوي
چې ستا له ياده لا وتلی نه يم
لا مې په ذهن انديښنه خوره ده
لا دې په نورو ز ه منلی نه يم
د زړه خبرې درته ټولې کوم
تا وی چې ستا د ليک ځواب درليږم
داسې بې غمه به نور پاتې نه شې
زړه ته دې داسې انقلاب درليږم
لکه چې زړه کې دې در وګرځيدم
چې ستا د ياد وږمه تر څنګه راغله
رښتيا رښتيا به راته وايې ګرانې
په تا د مينې څپه څنګه راغله؟
د ماخوستن له لمانځه وروسته ګرانې
ګوره دعا کې به مې نه هيروې
ما دې ژورو ته د زړه کيباسه
ما به د شونډو په سر نه تيروې
رښتيا بيګا چې ستا مس کال راغی
والله موبايل کې مې پيسه هم نه وه
بس تر سهاره ناکراره ومه
بې له تا بله انديښنه هم نه وه
نن مې کريډټ ښه بلا ډېر واچوو
ته او خدای بيا راته مس کال راکړه
له زړه مې ټولې انديښنې لرې کړه
د مين زړه دې لږ احوال راکړه
1386/03/07
د کابل منډيي، سرای زرداد