Saturday, 2024-04-20, 5:09 AM
SITE LOGO
Main | | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » شعر

mawad

1 A technician is troubleshooting a Windows machine that is not communicating with the network server. The technician verifies that the server is not reachable and ipconfig shows that the workstation is configured properly. What should the technician do next?
ping 127.0.0.1

2 Which three of the following network configuration parameters can be set during installation? (Choose three.)
IP address
DNS server address
subnet mask

3 Which distribution is one of the oldest and viewed as being one of the most significant?
Red Hat

4 Which Microsoft option will use the Internet to contact a vendor's website in search of patches, fixes, and updates?
Windows Update

5 Which of the following is considered good practice when partitioning a hard disk for a new OS? (Choose two.)
A third party partitioning tool that supports the operating systems to be installed should be used.f
The partitioning tool that comes with the OS should be used to create the partitions for that OS, if no other options are available.
.

6 Which two of the following commands can be used to configure security for a Linux system that is acting as a dedic ... پوره متن

برخه:شعر|کتل شوی:1401|نیټه:2009-05-13| څومره ښه دی:0.0/0 | ستاسونظر 0


غزل: جيلاني جلان

 

 

له ورځې تښتم چې له شوره ډکه ستا غوندې ده
شپې ته پناه وړمه شپه چوپه ده زما غوندې ده


په دغه دښته کې شايد دمينې قتل شوى
په دغه دښته کې اوس هم د زړه درزا غوندې ده

ستا د قربان قربان خبره مې اوس هم جانانه!
د زړه په لپه کې راټوله د دعا غوندې ده

مينې يې داسې کړم چې ګورم اينه کې ځان ته
وايم چې دا څيره خو څه نه څه اشنا غوندې ده

زه پکې وينم د درد تتې منظيرې جلانه !
ستا شاعري ټوله د واورې د رڼا غوندې ده
سيدجيلاني جلان

برخه:شعر|کتل شوی:1092|نیټه:2009-02-01| څومره ښه دی:0.0/0 | ستاسونظر 0


غزل : باچا خوستی

 

څنګه مو دښتې ،غرونه ښکلي ،ښکلي
داسې ښکلي يار نازونه ښکلي ،ښکلي



ماته که ترې ټوله شپه خوب نه راځي
بس ستا دي ټول يادونه ښکلي ،ښکلي
 
مبارک دشه اوس ننداره يي کوه
ته را بل کړل اورونه ښکلي ، ښکلي
چې دا په ښکلا کې هيرجن شوی زړه
ياد به کي ښکلو نومونه ښکلي، ښکلي
ملنګ څه که له تاسو دعا د غواړي
مينو ستاسو زړونه ښکلي ، ښکلي
ملګرو چې لوستلي مو دي اوکنه ؟
اخ مين شاعر ،شعرونه ښکلي ، ښکلي
اوکراين اديسه ښار
٢٠٠٧/١١/ ٢٩

برخه:شعر|کتل شوی:831|نیټه:2008-03-17| څومره ښه دی:5.0/1 | ستاسونظر 2


سويې مينه : خدمتګار

 


چې يې ګل او بلبل دواړه په ژړا دي
هغه سوی بڼ سنبل دواړه زما دي



خرابات او مناجات يې وير ته ناست دي
په زړه درد په سوز ژړل دواړه زما دي
چا د ساز او سرود خونې کړې ور ړنګې
مات رباب تمبل وهل دواړه زما دي
د خندا او خوشحالۍ ستونی خپه دی
کړيدل او زوريدل دواړه زما دي
دود دستور يې د قانون سره په دار شول
زوريدل وژل کيدل دواړه زما دي
چې يې غم اوښادي يو بل ته ژړيږي
دا او هغه قبلول دواړه زما دي
چې نرې لوګی ترې خيژي خدمتګاره
سويې مينه او غزل دواړه زما دي

برخه:شعر|کتل شوی:910|نیټه:2008-03-07| څومره ښه دی:5.0/1 | ستاسونظر 0


غزل

 

غزل
زړګيه لاړو مسافر شو جانان
 زموږ له كلي نه بهر شو جانان



 سوال او زارۍ مې ورته ډيرې وكړې
خداى خبر ولې مرور شو جانان
زما دردونو فريادو ورته څه پته ده
چيغې به وكړي كه خبر شو جانان
زه ورته لار كې د راتلو ولاړ يم
دكوم غماز د كلا ور شو جانان
د پيراخيلو په كوڅه كې پرې ګلان وريدل
خوښي يې نه شوې معتبر شو جانان

برخه:شعر|کتل شوی:866|نیټه:2008-03-07| څومره ښه دی:0.0/0 | ستاسونظر 0


په مینه «ځدراڼ

 

غزل

هر وخت کی ستا یادونه بی پوښتنې ځي راځي

سپینی اوښکی تر ګریوانه ځه غمجنې ځي راځي

ګلــونه د نرګسو ښـــاپیرو په لارو شینــدۍ!

د چم ته ښــکلی پیغلې قـــدرمنې ځـي راځـي

امین کړۍ ملا یکو چی قرار يي لږ حاصل شی

تر عرشه دوعاګانی ځه ستونځمنې ځي راځي

ریبار ته می پرون په ډک جومات کی ښیری وکړی

ما وی چی خوار د شی که نور په لمسونې ځي راځي

جرګه غزلی لاړی خویار ستونۍ ترینه غوځ کړ

مصــــــــــــــرۍ د غمه زانګی ګیلمنې ځي راځي

لمن د پسرلی په اسویلو د «ځدراڼ» وسوه

بلبلی تر ... پوره متن

برخه:شعر|کتل شوی:1070|نیټه:2008-03-05| څومره ښه دی:5.0/1 | ستاسونظر 1


غزل: احمدشاه پاڅون

 

 

 

يو ځلي را وګوره دلبر مي که
مينه مي که زړه مي که ځيګر مي که

ځمه په تيارو کي ورکو خلکو ته
ستوري مي که شمس مي که قمر مي که

ښه بې د رقي ... پوره متن

برخه:شعر|کتل شوی:1010|نیټه:2008-02-28| څومره ښه دی:3.0/1 | ستاسونظر 0


د غزلو رمه

 

سترګې مږي خيال روان دى

د سندرو رمه پيايي

... پوره متن

برخه:شعر|کتل شوی:990|نیټه:2008-02-28| څومره ښه دی:0.0/0 | ستاسونظر 0


يوه کړيغه د ژړا


د ټولو ځمکو اسمانو ټولواکه
لمده په اوښکو يوه دعا در ليږم
د ربړيدلې ځوريدلي ولس
په حال يوه کړيغه د ژړا در ليږم

*****
د غم څپيړې يې په مخ خوړلي
دې ځوريدلي کړيدلي ولس
هر يو ظالم پرې ازمايلی ظلم
په دې مظلوم او ربړيدلي ولس
****
خدايه زمونږه د مظ ... پوره متن

برخه:شعر|کتل شوی:1004|نیټه:2008-02-28| څومره ښه دی:0.0/0 | ستاسونظر 0


غزل : فاروق فردا

 
په وينو سور زړه مې د تا سره خبرې کوي
دخندا کړس کې د ژړا سره خبرې کوي


زه هم د ګل په شانې پاڼه پاڼه وغوړېږم
ګل په خاموشه خوله چې ما سره خبرې کوي
کور ته د چا دنظر سېوری وړي په لپو نجلۍ
چې د پلو لاندې موسکا سره خبرې کوي
د پېغلتوب سندرې ليکي پ ... پوره متن

برخه:شعر|کتل شوی:1005|نیټه:2008-02-28| څومره ښه دی:0.0/0 | ستاسونظر 0


1 2 3 4 5 6 »
Search
Calendar
«  April 2024  »
SuMoTuWeThFrSa
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
282930
Entries archive
Site friends
  • Create a free website