Friday, 2024-04-26, 6:34 AM
SITE LOGO
Main | | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » 2008 » February » 28 » د غزلو رمه
2:04 AM
د غزلو رمه

 

سترګې مږي خيال روان دى

د سندرو رمه پيايي

ژوند په ټيټ سر درناوي كې

دوى په وركه لاره بيايي

 

د خيال غبرګ ليمه لانده دي

خو تركى ستونى يې چوي

داسې وچه ګرمي لږي

چې زړګى ورپكې چوي

 

دغه درې واړه روان دي

خو ژوند ستړى دى ګړبيږ

ساه په زوره زوره اخلي

تا وا نيمه لار كې لويږي

 

خيال په ټنډه خپړ كيښوه

كوچۍ پيغله يې تر نظر كړه

چټې پيغلې ته ورلنډ شو

هغې ژبه خوله كې وركړه

 

ژوند همغسې ستومان دى

خو خيال تيز شو لكه سترګې

تور باڼه په زوره زمبي

پرې ولاړ دي درګې درګې

 

پيغلې ستونى دې خيال لوند كړ

خو يې زړه ورځينې يوړ

اول ده له ژونده غلا كړه

خو اوس غله ورځينې يوړ

 

خيال ځواكمنه سودا وكړه

د يوې خولې په بدل كې

خيال په لوند ستونې خوشال شو

زړه د پيغلې په منګل كې

 

هلته لمر په ډوبيدو دى

دلته ژوند دومره ستومان شو

سم په نيمه لاره وليد

خيال په لوند ستوني حيران شو

 

خيال د ژوند پر مړي وير كړي

ګوښى تشى دى تياره شوه

د غوږ خوا كې يې ښكالو ده

د غزل رمه خوره شوه

 

21-10-07  د شپې يوه بجه سولې پيغام راډيو

Category: شعر | Views: 992 | Added by: ghazal | Rating: 0.0/0
Total comments: 0
Name *:
Email *:
Code *:
Search
Calendar
«  February 2008  »
SuMoTuWeThFrSa
     12
3456789
10111213141516
17181920212223
242526272829
Entries archive
Site friends
  • Create a free website