Thursday, 2024-04-18, 6:34 PM
SITE LOGO
Main | | Registration | Login
Section categories
شعر [51]
غزل نور
کیسې [5]
لنډۍ [1]
مقالې [5]
پښتو [0]
Our poll
زموږ دویب په اړه
Total of answers: 107
Statistics
Login form
Main » 2008 » February » 28 » غزل: احمدشاه پاڅون
2:06 AM
غزل: احمدشاه پاڅون

 

 

 

يو ځلي را وګوره دلبر مي که
مينه مي که زړه مي که ځيګر مي که

ځمه په تيارو کي ورکو خلکو ته
ستوري مي که شمس مي که قمر مي که

ښه بې د رقيب په زړه کي ښخ کړمه
مټى مي که زور مي که خنجر مي که

ستا د غاړي هار کي به ځاى ونيسم
لعل مي که ياقوت مي که سره زر مي که

لار کښې مسافر به مړ ومه زه
ښاخ مي که ميوه مي که شجر مي که

غواړم چي په څو رقمه مړ سمه
هوډ مي که فرهاد مي که او غر مي که

ستا دحيدري نارې شاهد به سم
بست مي که ميوند مي که خيبر مي که

زه خوار به ستا سترګي څنګه وستايم
خان مي که حمزه مي که خاطر مي که

ياد به دي پاڅون کړي په غزلو کي
شعر مي که شعور مي که شاعر مي که

Category: شعر | Views: 1010 | Added by: ghazal | Rating: 3.0/1
Total comments: 0
Name *:
Email *:
Code *:
Search
Calendar
«  February 2008  »
SuMoTuWeThFrSa
     12
3456789
10111213141516
17181920212223
242526272829
Entries archive
Site friends
  • Create a free website