|
Main » 2007 » June » 16 » لمرنيازي غزل
|
غزل خوب کې نه، په ويښه وکړه ځل په ائينه کې څه لري موسکا او وږمې؟ ګل په ائينه کې يو کم سل هندارې رضواني به پکې مېشتې وای ستا د مخ تصوير که وای کنگل په ائينه کې توږي مو له سمو شنه ټکري، له غرو نښتر شملې دوئ هم ځان کتلی د مغل په ائينه کې ماته شوه او شګې شګې غېږه کې ورتويه شوه دواړو سره يو بل ته، خندل په ائينه کې ؤړي يې پلو کې بيا د "لمر" له غزل توري دي
|
Views: 724 |
Added by: ghazal
| Rating: 0.0/0 |
|
|