په ګل مين يم ګل په ما دومره ګران دی چې ټول خوبونه مې ګل بدل دي ځکه اوس" خوب" ته هم له "ګل" وايم چې! "ما بېګا ګل ليدلی" او چې ماشوم ومه هم هغه دسمال به مې په مټ نه ټومبه هغه خولۍ به مې هم نه غوښتله او ها بړستن کې به هم نه ويدېدم چې به يې ګل نه درلود. دا چې مې ګل خوښېږي له ګله غېږ تاووم د غوږ تر شا يې ږدمه او په خوبو کې راځي؛ ويرېږم هسې نه چې! دا ټول وجود راته په ګل بدل شي " لکه زما خوبونه "
|