|
Main » 2007 » June » 16 » لمرنيازي غزل
|
غزل
په سترګو کې دې ګورم دڅلورو کتابونه
نظر ته مې ورنکړې د نورو کتابونه
په سپينه خوله که چوپ کړې پرې لنډۍ په ترنم کې
تک سپين به شي دا ټول د غزل تورو کتابونه
دې چم کې ښکلو کړی رېاضت دی د سندرو
نو ځکه پرې دا زړونه وړيا پلورو کتابونه
دا تور مو که د سترګو پسې سپين نکړئ ترهغه
پيدا به چېرې هم نکړئ د ستورو کتابونه
٢٠٠٧/٣/٤ خوست
|
Category: شعر |
Views: 801 |
Added by: ghazal
| Rating: 0.0/0 |
|
|