انجلۍ
نو رز خو راغې يار مې نشته دوبۍ ته تللې سر پيسی را ته ګتينه
هلک
لاسونه سره رانجه په سترګو زما شيرينې ليونی در پسی شومه
انجلۍ
داد مې ته مړ کړي خا ونده چې لکه غوا مې په روپو نن خرڅوينه
هلک
دوعا به کړو خيری به نکړو صبر سرور دی بريالي به شو مينه
انجلۍ
يو کال به نور هم صبر وکړم پير خو مې نه يي چې جنډه به دی ساتمه
هلک
زما په ګيره سپين را ګډ شو غريب سړۍ يم څوک واده نه را کوينه
انجلۍ
چې وارخطا نشی جانانه زه پښتنه يمه په نامه دي ناسته يمه
|