ستا له بېوسو سترګو ځارشم خورکۍ چې له دردونو يې غړولى نه شې ستا له غمونو ډک زړګي نه قربان چې يې له وېرې تشولى نه شې خورکۍ ! چې تاته يې ټوپک ونيوه لکه جنډه په رپېدلو راغلې چې پر بدن دې ګولۍ خوله ښخه کړه ته لکه ګل په رژېدلو راغلې ستا له ماشوم بدن نه وينې راغلې وړو لاسو نه دې قران پرېوته څومره خپه شوې ، څومره وژړېدې تاوې که زړه نه دې ايمان پرېوته ګلې ! ستا مشرې خويندې ځاى پرځاى شوې هغوى ښونځي ته نور راتللى نه شي پر هغوى دومره خاورې واوښتلې هغوى نور سر پورته کولى نه شي ګرانې! ښونځي ته دې تاله پرته ده نور ترې د زنګ ټنګارى نه راخېژي ټوپک په لاس ښکاري ترې شاوخوا ګرځي اوس ترې ، ا ، خوږ چغارى نه راخېژي محمد نعمان دوست کابل ، د غبرګولي ٢٤ مه يادښت : د غبرګولي په ٢٢ مه ، د لوګر دکولنګار د بي بي فاطمې ليسې زدکونکې لکه د سپينو کوترو سيل خپلو کورونو ته روانې وي ، چې ښکاريان پرې برابر شول ، ډزې پرې وکړې دوه يې ځاى پرځاى کړې او څلور نورې يې ټپيانې کړې نعمان دوست
|