لنډه کیسه
اکرم دکان ته راننوت ، سلامي یې ووهله ، اکرم هم عجیب شوخ سړی وو ، بس چې هرڅوک به یې ولیدل یوه شوخي یې ورسره حتماً کوله . دکان ته به هم چې هرکله راننوت بس لکه عسکر چې خپل افسر ته سلامي وهي هغه به هم سلامي ووهله .
دورځې به زیاتره په کار کې وو ، خو دجمعې په ورځ ېې بس زما دکان ځای وو ، بس ناست به وو ، او ټوکې به یې کولې . دکان ته مخامخ د یو منصب دار کور وو ، اکرم یوه ورځ ویل چې داد کرزي خوریۍ دی ماویل څرنګه هغه ویل چې دا هم لکه کرزی هسې دی په خوله خلک تیرباسي په دکان کې ناستو خلکو ټولو په یو وار وخندل .
تیره جمعه هغه هم په دکان کې ناست وو ، ټوکې یې کولې ، دکار کیسې یې کولې ،ویل یې هره ورځ په انجنیرانو یوه ملنډه وهم ، باور وکړی هغه به چې دکان ته راغی زما به نور داسې هغه دچا خبره طبیعت جوړ وو چې پوښتنه یې مه کوه ، په دکان کې ناست وو دمخامخ کور نه یوه جینۍ راووته لس کلنه دولس کلنه به وه خو ډیره هغه دچاخبره پرو وه پلار یې منصبدار وو او ښه شتمن هم ، اکرم ویل چې که هغه جینۍ دلته راغله یوه ملنډه درته پرې وهم ، موږ هم ټولو خندل موږ ویل سمه ده .
جینۍ دکان ته راننوته ، اکرم بې درنګه پورته شو سلامي یې ورته ووهله . موږ ته یې وکتل .
جینۍ شاوخوا وکتل اکرم ته یې بدبد کتل ، موږ ټولو خندل ریښتیاهم هغه ډیر مسخره سړی وو ، جینۍ ماته ویل چې یو قوطی شیدې راکړه . اکرم یې مخ ته راوګرځیده جینۍ ته یې وکتل .
- اطاعت صیب . موږ داجراپه حال کې یو .
په دکان کې ټولو خلکو خندل ، ما جینۍ ته شیدې ورکړې ، جینۍ پیسې په موټي کې نیولې وې . اکرم ته یې بد بد وکتل . له مانه یې په زور کې شیدې واخیستې ووتله ، اکرم له شانه پسې غږ کړل .
- مخې ته ښه مېډم ، یو یو لیک رااستوه دمسافرو زړه نری وي .
بیامو هغه دچاخبره ښه په زوره وخندل ، اکرم بلا وه بلا . دومره ټوکي وو چې څه یې کوې بس چې وبه مې لیده خندا به مې نه تم کېدله .
یوه ورځ دکان ته راننوت ویل یې چې نن به ښه سات تیری کوو ، ځکه هغه نن رخصت وو راغی په چوکۍ کېناست او دخلکو پېښې یې کولې ، له کرزي یې پیل کړه تر خپل پلار پورې لومړی یې دکرزي پېښې وکړې :
- وروره موږ ګرده بایدلاسونه سره ورکړو دادپښتنو خاوره ده باید ویې ساتو...
بیایې نو چې څوک یادته ورتلل پېښې یې وکړې . څوک چې ماپېژندل څوک چې مې لیدلي وو ، حتی دخپل سپین ږيري پلار پېښې هم وکړې .
په دکان کې ټولو ناستو کسانو به ورته خندل ، هغه ویل چې یو دکان به پرانیزي او په هغه کې به خپلې ټوکې پلوري هره ټوکه په سل افغانۍ که چااخیسته د طلوع تلویزیون ته دي مشهوري ولیږي ...
لږ وروسته دکان ته هماغه منصبدار راننوت سلام یې واچاوه ، سګرېټ یې وغوښتل ، ماهم سګرېټ ورته راواخیستل ، اکرم ته مې وکتل هغه له شانه پسې اشارې کولې او پټ پټ یې خندل دمنصبدار شاته یې اشاره وکړه ، منصبدار ډېر چاغ وو په درېشۍ کې به بد نه وو خوپه شخصي جامو کې به هغه دچاخبره له سره خوند نه کاوه ، ماته هم خندا راغله څه مې نه شو ویلی .
منصبدار شاته وروکتل ، له اکرم نه یې پوښتنه وکړه .
- وهلکه ته کار او روزګارلرې کنه ؟
- بلې صېب .
- چېرته کار کوې ؟
- په وزارت خارجه کې .
اکرم لدې خبرې سره ماته وکتل . ماته خندا راغله ، مابه هر وخت ورته ویل چې یواځې له هغه چاسره شوخي کولی شې چې ترې وېرېږې نه . خو هغه به ویل چې نه ... اوس یې نو دې منصبدار ته هم دروغ وویل ملنډې یې پرې وهلې . هغه په یو شرکت کې کار کاوه عادي کارګر وو .
- په وزارت خارجه کې ؟
- هو صېب .
- څه دنده لرې ؟
- بس پکې ګرځو راګرځو .
په دکان کې ټولو ناستو کسانو ورته خندل ، منصبدار حیران شو ، اکرم شاوخوا وکتل په برېتونو یې لاس وواهه . منصبدار ورته ځیر شو سګرېټ یې په جیب کې واچول او ماته یې پیسې ونیولې .
- څرنګه پکې ګرځې راګرځې ؟
- نو دغه ته څرنګه ګرځې راګرځې ؟ زه هم بس هم داسې پکې ګرځم راګرځم کله له سپنتا سره یوه خوله ګپ کړی کله له یوه سره کله له بل سره کله هم له ډاکټر لوبیا سره ټوکې کړې .
لدې سره اکرم ماته وکتل چې ونه خاندم ځکه زموږپه کوڅه کې یو لېونۍ وو ، چې پوښتنه به دي ترې وکړه چې نوم دڅه دی ؟ هغه به ویل چې لوبیا او تل به یې یو سپن اږود واسکټ اچولی وو ځکه به نو اکرم ورته ډاکټر لوبیا ویلو او هره ورځ به چې هغه خوار کوڅې ته راووت نو اکرم به پرې ټوکې شروع کړې . منصبدار لکه چې له ځانه خجالت شوی چې پوښتنه یې ترې وکړه ، خوبیایې هم ترې پوښتنه وکړه .
- ډاکټر لوبیا څوک دی ؟
- ولا دنده یې ماته نده معلومه خو په دغه ډیپلوماسۍ کې کار کوي .
ماله ځانه سره وویل چې څه بده بلاده هغه دی ځواب یې ورته پیدا کړ . خو لدې نه وم خبر چې ډیپلوماسي څه ته وايي . منصبدار ماته وکتل .
- پیسې مې پوره درکړې ؟
- بلې هو .
- ښه سمه ده .
لدې سره مخ په بهر روان شو بیرته اکرم ته راوګرځېده ورته ودرېده .
- نه ریښتیاوایې که ټوکې کوې ؟
- نوماکله هم ریښتیا ویلي دي ؟ وۍ وبخښه ماکله هم دروغ ویلي دي . ؟
لدې سره زه خندا واخیستم ، اکرم خوله ټوله راټوله کړه ماته یې وویل .
- چوپ ،ورک شه زه له جنرال صاحب سره مرکه کوم .
دې خبرې مې یې خندا یو په دوه کړه . خو منصبدار اکرم ته وکتل . بېرته راروان شو . شاوخوا یې وکتل . ورغۍ دروازه یې بنده کړه زه حیران شوم څه کوي داکرم رنګ الوتۍ مالومیده . منصبدار راغۍ خندل یې . اکرم یې له چوکۍ پورته کړ . دوه ښې پخې پخې څپېړې یې وواهه . ماته یې ویل .
- ډېر بې عقله یاست پرون مې لور هم دده له لاسه په ژړا کورته راغله چې تا ددغه خره په ملګرۍ کې څه لیدلي دي ؟
منصبدار ووت داکرم رنګ الوتۍ وو . سترګې یې ښکته اچولې وې . ماته یې وختینۍ خندا راپه یاد شوه . په وزارت خارجه کې کار کوم . . . بیا انتظار شوم چې څه به ووايي . خو څه یې ونه ویل او له دکانه ووت . بیا مې داډیره موده ندی لیدلی خو تراوسه هم دشاوخوا کورونو خلک دهغې بلې کوڅې له دکانه سودا راوړي ځکه زماله دکانه ویریږي چې هغه به ناست وي .
- بوره شته ؟
- بلې هو څومره وتلم ؟
- یوه کیلو .
تهران هفت تیر