بدلون نجيب عامر په دشتونو په راغونو کېږدۍ اوس هم ښکلې ښکاري په رمو پسې روانه کوچۍ اوس هم ښکلې ښکاري رڼا اوس هم تجلې کړي سپوږمۍ اوس هم ښکلې ښکاري لاهم خوند کوي په بڼ کې د مرغيو اوازونه څومره ښه ښکاري سيالۍ کې چې اتڼ کړي زلمي جونه موسيقي ده جادوګره خوشاليږي پرې روحونه لامې هم جنګ نه نفرت دى لاهم زړه کې لرم مينه د زړګيو په شوديارو راته ګوره کرم مينه کله خوښ کله خپه يم ها دبرکلي پاچا نه چې او س هم زه مرور شم ډالۍ لېږي له اسمانه دا زما لېونتوب ګورې هغه هم دى پرې حيرانه خو بس دا چې مې اشنا دى پر ما ډېر دى مهربانه هغه وېره چې مې مله وه د الله له بندګانو هغه اوس هم راسره ده با وجود د رڼا ګانو چې دا هر څه هاغه شان دي او زه هم په هاغه شان يم نه پخوا دومره شته من وم او نه اوس د کلي خان يم چې د چا په وس کې نه وي کله زه بيا دومره ګران يم چې هر څوک مې اخيستى شي کله زه دومره ارزان يم چې ژړېږمه خندېږم دا په دې چې زه انسان يم نو زما ګرانې محبوبې تاته ولې بدل ښکارم چې د سترګو پکارنه وي تاته هاغه کجل ښکارم نه رديف لري نه بحر تاته هاغه غزل ښکارم دا سهي ده په سر سترګو ستا ښايست ته به غل ښکارم تا د لمر په لور کتلي سهارچېرته ماښام چېرته ولې بيا له ما تپوس کړې تکليف چېرته ناکام چېرته؟ کله يوشان کله بل شان دا خو ژوند دى يو مزل دى ګلې بيا ولې خپه يې؟ ستا عامر که لږ بدل دى د جولايي ٣١مه کال ٢٠٠٥ پېښور - حيات اباد
|