سردارولي څرك
غزل
تيره شپه زه په شوګير باندې كرۍ كړم خداى اخته زه په دې څه ډول خوارۍ كړم
بيا زه خير كه عمر تېر په ملنګۍ كړم خو چې ښكل دې يو ځل سرې شونډې غوټۍ كړم
هسې نه چې قد قامت زما بدرنګ دى محبت كې روستو پاتې غريبۍ كړم
دا خو ستا له غمه څيرې ګرېوان ګرځم هسې نه چې دا كارونه له مستۍ كړم
|