شعر
ورک خوب ورک تعبيرونه،لکه زړي د سندرو
راغلي، غواړي کندو د بمونو کې راشنه شي
پرديه! دا له هسکه، هسک ګرېوان خالي وړی نشې
زموږ مغرور اغزي هم دېوالونو کې راشنه شي
زما،ستا پېړۍ خو تېره ده ادکې ځينې درومو
خدای مکړه ،چې لمسي دې په اورونو کې راشنه شي
له ښکلو پښتنو لېمو ېې څاڅکي د رنګ اوري
دا سره د ښايستو ګلان د زړونو کې راشنه شي
اورونه جنتي مې پر دې کلي پېرزو ندي
په کار مې دوذخونه ، چې رګونو کې راشنه شي
|