شمسزى
دا خو دې بيا زما خوښيو ته اجل راوړى زموږ د ړنگ کلي په څېر دې ړنگ وربل راوړى
نه لرم څه چې دې ډالۍ کړم پښتني ښايست ته جانانه واخله يو مې زړه يو مې غزل راوړى
راځئ چې پرانيزو له ملا يې د مرميو چانټه چا يو تنکى زلمى ساتو ته د مورچل راوړى
د زړه وطن مې د تنکو هيلو په وينو ساتم که نه وحشي غمو پرې څو ځلې يرغل راوړى
ښايي چې ته مې هم اړ شوى يې غلام زړگي ته چې دې بادار حسن غلام ته په درشل راوړى.
|