قادرشاه
غزل
وخته له تانه هم اوږده زمانه تيره شوله
د مرګ خبره وه د ژوند جنازه تيره شوله
ما خو ونه ليده خو برې سپوږمۍ وليدله
د ستوري څنډه کې د رنګ قافله تيره شوله
زه به د يار،ياربه زما لپاره وخنديدو
دا وه زما د ستړي ژوند افسانه تيره شوله
بيا به نو زه تر قيامته لالهانده ګرځم
که دا ځل هم رانه له سترګو پناه تيره شوله
اوس رانه څله د بنګړو په توان سر غوڅوې
هغه خطا مې بيګاه وکړه بيګاه تيره شوله
((قادره)) دومره يې د ژوند ليونيان وځورول
کيسه تر کفره لاړه آن له ګناه تيره شوله
|