خدايه سترګې مې بينا کړې (عزيز صديخېل خوست)
خدايه سترګې مې بينا کړې لږ مې پوه په خپل ګناه کړې
خپل اشنا مې بېرته خپل کړې دا تقدير زما بدل کړې په يوه لاره مو روان کړې ګډ مو هم په يوه کاروان کړې فاصلې مو کړې رالنډې په يوه غويلي مو ګذران کړې دبېلتون شيبې ترخې وي ربه نور مو په امان کړې هغه تېر هوس مې راکړه ربه دا کرم پرمه کړه جدايي زغملی نشم خپل اشنا مې خپل اشنا کړه خدايه مخ د هغو تور کړه سر په خپو کې يې نسکور کړه څوک چې دوه مين جدا کړي اوريې پوري هم په کور کړه ستا رضا زما رضا ده ستا قضا مې هم قضا ده دواړه ماؤ ته منظورې که دې مينه که سزا ده که دې ياد وي چې ويل دې زه مصروف او ته بېکاره اوس هغې سودا اخيستي وې به څومره ناکراره حيراني مې ځکه واخلي ته هم خپل وې زه هم خپل وم بيا هم نه راتلې جانانه ويل دې اوس رانه پردی يې ځه دردرومه لاره وی يې لا تر اوسه دې يوازې څنګه پرېخوم بې پرسانه تا خو ويل يې مې ملګری ولې نه راځې جانانه دا شيبې به لا تر څو وي څو به سوزم بې نيرانه کړه دې کاڼي زړه دې نرم لږې ګوتې ورکړه فون ته يا مې نور هم ليوانی کړه يا مې راوله سکون ته اوس عزيز هم ستا له غمه رنځ نيولی دی صنمه که يې وس ورباندې بر شي که دې حال نه دې خبر شي نو امکان لري چې در شي نو امکان لري چې در شي. عزيز صديخېل خوست
|