|
Main » 2008 » February » 7 » غزل نجيب عامر
|
پرده دې دمينوشي رڼا پويول غواړي بې وخته اذان ونه کړي ملا پويول غواړي لونګ دې په سينه کري سنځلې په لمن کې داغرونه دا رغونه دا بيديا پويول غواړي شرطونه ولورونه او بندېز هم په کوکنارو ادې دې زوروره ده بابا پويول غواړي غرور يې دومره ډېر دى په اسانه نه پوهيږي د ټولو نجونو ميره په بيا بيا پويول غواړي تختوته يې د ډېرو په تخته دي بدل کړي باور دې په وزير نه کړي پاچا پويول غواړي مجنون شړي بيديا ته او منصور خېژوي دار ته ناپويه ده کم عقله ده دنيا پويول غواړي 2005 نومبر 22 پېښور
|
Category: شعر |
Views: 849 |
Added by: ghazal
| Rating: 0.0/0 |
|
|