ارمان راته په خپلی زندګۍ رادرومی
ژړا راته په دغی بی وسۍ رادرومی
عجیبه خیال و عمر تیر شو ما به وی چی
په موږ به هم یوه ورځ خوشحالۍ رادرومی
چی د خپل مټ په قدر پوح نه شوی نو پوح شه
په تا به خامخا د غم ګلۍ رادرومۍ
خیر که د دنیا ستم درځینی واخیسته
دوعا ته به دی هغه لیوانۍ رادرومی
پردیسه څله د بد رنګو نه ګیله کړی
ډیر دردونه خوند کأ چی په ځوانۍ رادرومی