ارمان
ارمان راته په خپلی زندګۍ رادرومی ژړا راته په دغی بی وسۍ رادرومی
عجیبه خیال و عمر تیر شو ما به وی چی په موږ به هم یوه ورځ خوشحالۍ رادرومی
چی د خپل مټ په قدر پوه نه شوی نو پوه شه په تا به خامخا د غم ګلۍ رادرومۍ
خیر که د دنیا ستم درځینی واخیسته دوعا ته به دی هغه لیوانۍ رادرومی
پردیسه څله د بد رنګو نه ګیله کړی ډیر دردونه خوند کأ چی په ځوانۍ رادرومی
هلمند پردیس ـ اوکراین ادیسه ښار د چنار تر سیوری لاندی ادبی ټولنه
|