دا د شرم، دا د عیب، دا د عار غوټۍ دا ناولې، ناجایزې ، د ناتار غوټۍ
د ښایست باغچه اورونو لاندې کړې د سکروټو، د خوګلن او د سره نار غوټۍ چې د ټول جهان پیغور ورسره مل دی دلته مستې دي د زهرو او د مار غوټۍ ها ټپي پیکر یې ټول راته چیچلی یاغي شوې دي د نسل د کشتار غوټۍ توره شپه ده د ښکلا په تصویرونو د افغان په کور را ماتې د ښامار غوټۍ موږ د اوښکو په منګول کې عظمت غواړو خدایه ورکې کړې د بنګو او کوکنار غوټۍ
۶ کب ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۵ فبروري ۲۰۰۸ میلادي/ کابل
|